سیاست

د جمهوري رياست مطبوعاتي اعلامیه

کابلباختر د تلې د مياشتې٣٠ مه
په کابل کې پر محصلانو او استادانو د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه
په خواشینۍ سره زموږ  یو شمېر هېوادوال پرون مازدیګر د درسي ساعتونو له ختمېدو وروسته د لارې په اوږدو کې په کابل کې د تروریستي برید له امله شهېدان او ټپیان شول چې دا د تروریستانو د جنایتونو دوام ښيي.
تروریستان او د دوی ملاتړي چې اوس له بل هر وخت زیات په انزوا کې دي او د جګړې په ټولو ډګرونو کې یې ماتې خوړلې، په دې وروستیو ورځو کې یې د پردیو په لارښوونه د وېرې او وحشت فضا په رامنځته کولو سره د هېواد په بېلابېلو برخو کې جوماتونه او ملکي وګړي په نښه کړي دي.
د افغانستان حکومت او خلک به د یوه کوچني اقلیت له تروریستي کړنو څخه ونه ډار شي او د سولې، ثبات، پراختیا او پرمختګ هغه لاره یې چې غوره کړې، په جدیت به یې تعقیب کړي.
افغانستان هېڅ وخت  هم د افراطیت د تیاره مفکورو او تروریستي جریانونولپاره خوندي ځای نه وو، د افغانستان خلک او حکومت به په غوڅ هوډ او ارادې دا جریانونه  لامنزوي او وځپي.
د تروریستي او تاوتریخوالي څخه د ډکو کړنو پر وړاندې زموږ د خلکو مقاومت، صبر او ودرېدل د ستایلو وړ دي. حکومت خلکو ته ډاډ ورکوي چې د امنیت د تامین  اود ژوند د ډاډمنې فضالپاره به له ټولو ظرفیتونو او امکاناتو څخه ګټه واخلي.
جمهوررئیس غني زموږ د یو شمېر هېوادوالو د شهادت تسلیت وایي اود دغې پېښې  ټپیانو ته د سملاسي روغتيا هیله کوي.#
پاى- ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته