امنیت

دوسلو او مهماتو يوه ډيپو کشف شوه

کابل باختردجوزا دمياشتې ٨ :
دوسلو اومهماتو يوه ډيپو  په کاپيسا ولايت کې  دملي امنيت دادارې دموظفينو له خوا کشف شوه .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دملي امنيت دلوى رياست  موظفينو   دخلکو په نږدې همکارۍ دځانګړو اپراتيفي عملياتو په بهيرکې   چې دمحمودراقي ښارپه مربوطاتو کې ترسره شول  دتروريستانوله يو پټنځي څخه يې   دپنځه څلويښتو سرګلولو سره يې  دبې ام  _١  اويا ماينونه ، دپرسونل ضد اووه ويشت ماينونه ، دآر پي  جي _ ٧  درې ويشت ماينونه ،  د٨٢ ملي متري توپ څوارلس ګولۍ ، ډول ډول نور مهمات او پنځلس کيلوګرامه  چاوديدونکي توکي کشف اوترلاسه کړل.
تروريستانو غوښتل  له دغو وسلو اومهماتو څخه په استفادې سره  دجمهوري رياست دانتخاباتو ددويم پړاو  دترسره کولو په ورځ  ددغه ولايت په مربوطاتو کې  يو لړ تروريستي  او ورانکار فعاليتونه ترسره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته