امنیت

درې تنه امريکايي پوځيان نن سهار په کابل ښارکې د ځانمرګي بريد له امله ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٥
آيساف اعلام وکړ چې د دوى درې تنه پوځيان په هغه ځانمرګي بريدکې چې نن سهار دکابل ښار په يوه سيمه کې ترسره شو؛ وژل شوي دي.
آيساف د دغو درې تنو پوځيانو د وژل کيدو له امله خواشيني څرګنده کړې ده، خو د وژل شويوکسانو د هويت په باره کې يې څه نه دي ويلي.
خو ځينو افغان امنيتي خبرځايونو ويلي دي چې د نن سهار په پيښه کې چې د ځانمرګى بريد زيږنده وه؛ درې تنه امريکايي پوځيان وژل شوي دي او دوه موټرونه يې ويجاړ شوي دي
افغان امنيتي مقامات په دې پيښه کې د ديارلسو تنو افغان ملکي وګړو ټپي کيدل تاييدوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته