– کابل / د وري ٢٣ مه / باختر
د کابل ښار په خوشحال خان مېنه کې پرون ماښام د ډاکټرعبدالله عبدالله پر يو نږدې سلاکار نعمت الله هوتک د ده کورته څېرمه بريد وشو او ټپي شو.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز دغه خبر تاييد کړ او وويل چې د پېښې په اړوند د پوليسو څېړنې پيل شوې دي.
پاى ذ