سیاست

د مشرانوجرګه فوق العاده غونډه جوړه شوه

کابل باختر د کب  څليرويشتمه :
د سنامجلس د رييس فضل هادي مسلميار په مشرۍ د مشرانو جرګې فوق العاده غونډه نن د ملي شورا دڅلورم تقنيني کال د غونډو له پرانستل کيدو وروسته د مشرانوجرګې د غونډو په تالارکې جوړه شوه .
د مشرنوجرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په پيل کې فضل هادي مسلميار د ملي شورا د پرانستلو په کارکې د سنامجلس د غړو شتون  او د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د هغوى ګډون ته ښه راغلاست ووايه اوڅرګنده يې کړه چې دمشرانوجرګې عمومي غونډې او د کميسيونو غونډې له ژمنيو رخصتيو وروسته د موجودو پروګرامونوله مخې جوړيږي او د هغوى په فعال ګډون باندې يې ټينګار وکړ .
دنننۍ غونډې محورچې هماغه دمجلس داداري هيئت اوددولسګونوکميسيونونو دهيئتونود انتخاب مسئله وه؛ له هغه وروسته چې سناتوران نثار احمد حارس او نجيبه حسيني په لنډ مهال ډول د منشي او دمنشي د نايب په توګه انتخاب شول. دمجلس غړو د هغه مجبوريت له مخې چې د ولايتي شوراګانو او د ولسواليو د شوراګانو له لارې د١٣٩٣ کال د وري دمياشتې د انتخاباتو په نتيجه کې دمجلس د اته شپيتو تنو اوسنيو غړو پرځاى د اته شپيتو تنو نويو غړو د راتلو په نسبت د اداري هئيت د بيا انتخاب په باب رامنځته شوى دى.
نننۍ غونډې له خبرو او سلامشورو وروسته د رايو په اتفاق پريکړه وکړه چې د مجلس د اداري هيئت او د هغه د دولسګونو کميسيونونو د اداري هيئت هغه غړي دي چې په دريم تقنيني کال کې انتخاب او دندې يې ترسره کړې وې؛ د اته شپيتو تنونويوغړو تر راتګ پورې دې دپخوا په شان خپلو دندو ته دوام ورکړي. ځکه د راتلوونکى کال انتخاباتو ته چې دومره وخت نه دى پاتې، په يوکال کې د اداري هيئت دوه ځلې انتخابات به قانوني ستونزه ولري او نوي غړي جمع څلور ديرش تنه اوسني انتخابي غړي کولاى شي د سنامجلس د نوى رييس په ګډون د مجلس او د کميسيونونواداري هيئت انتخاب کړي چې په دې صورت کې د اداري هيئت هيڅ يو غړى که چيرې نوى د سنامجلس په غړيتوب هم راشي؛ نه شي کولاى د کال تر پاى پورې خپل اوسني دريځ ته دوام ورکړي، خو دا چې د اداري هيئت په نويو انتخاباتوکې دريځ ترلاسه کړي.
دمجلس او دکميسيونونو د اداري هيئت دغه نوي غړي چې تر انتخاباتو پورې په لنډ مهال ډول دندې ترسره کوي:
د مشرانوجرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار، دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان ، منشي سيد فرخ شاه جناب، د منشي نايب سيد عزيز الله الفتي او دغه راز د ملي اقتصاد، مالي او د بودجې د کميسيون رييس انجنير محمد دين همدرد، د قومونو، قبايلو او سرحدونو د چارو دکميسيون رييسحاجي لطف الله بابا،  د نړيوالوچارودکميسيون رييس عارف الله پشتون، دشکايتونوداوريدو دکميسيون رييس ډاکتر زلمي زابلي، د ولايتي شوراګانو، مصوونيت او امتيازونو دکميسيون رييس حاجي مکرم خان ناصري، دمواصلاتو اومخابراتو دکميسيون رييس انجنير احمد جاويد رووف، د عامه سوکالۍ او د ژوندانه د چاپيريال د کميسيون رييس ډاکتر احمد بشيرصميم، د معلولينو او د شهيدانو د پاتې کسانو او د بې ځايه شويوکسانو د چارو دکميسيون رييسه ميرمن نفيسه ګل سلطاني، د ديني ، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زده کړو دچارو دکميسيون رييس مولوي محمود دانشجو، د ښځو او دمدني ټولنې دچارو دکميسيون رييسه ميرمن صديقه بلخي، د دفاعي او د داخلي امنيت دچاروکميسيون رييسه ميرمن روح ګل خيرزاد او د تقنيني، عدلي او قضايي چارو دکميسيون رييس مولوي غلام محى الدين منصف  دي او دغه راز محمدحسن هوتک دې دتقنيني، عدلي او قضايي چارودکميسيون د رييس په توګه په لنډ مهال ډول دسنامجلس غړيتوب ته د نويو غړو تر راتګ پورې  دنده ترسره کړي.
البته د داخلي دندو د اصولو او قانون له مخې: دمجلس او دکميسيونونو د اداري هيئت غړي د هر تقنيني کال په پيل کې د مجلس د غړو د انتخاباتو له لارې انتخابيږي او د نويو غړو د راتګ په نسبت دغه انتخابات وځنډول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته