سیاست

دجمهوري رياست له خوا دهلمند ¸ پکتيکا ، کونړ او دميدان وردګو دولايتونو د درجې لوړيدل منظور شول .

کابل باختر دورى اوومه 

دجمهوري رياست دجلا جلا حکمونو له مخې ،دهلمند ولايت له دويمې درجې څخه لومړي درجې ته او دپکتيکا، کونړ او دميدان وردګو ولايتونه له دريمې  درجې څخه دويمې  درجې ته لوړ شول .
  دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددارالانشا دلوى رياست داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبرورکړ، پخوا دهلمند ، پکتيکا ، کونړ او دميدان وردګو  دولايتونو اوسيدونکو له جمهور رييس څخه دخپلو اړوندو ولايتونو ددرجې دلوړيدو غوښتنه کړې وه ، په همدې اساس دسيمه ئيزو ارګانونوخپلواکې ادارې لازمې څيړنې وکړې اوددغو ولايتونو ددرجې دلوړيدو پيشنهاد يې په دې ډول جمهوري رياست ته وړاندى کړ .
  _ دملي شورا له خوا دسيمه ئيزو ادارو دنوي قانون تر تصويب پورې دهلمند ولايت دلښکرګاه په مرکزيت سره له دويمې درجې څخه لومړى درجې ته .
_ دپکتيکا ولايت دملي شورا له خوا دسيمه ئيزو ارګانونو دنوي قانون تر تصويب پورې دښرنې  په مرکزيت سره له دريمې درجې څخه  دويمې درجې ته .
_ دکونړ ولايت دملي شورا له خوا دسيمه ئيزو ادارو دنوي قانون ترتصويب پورې داسعداباد په مرکزيت سره  له دريمې درجې  څخه دويمې درجې ته .
_ دميدان وردګو ولايت دملي شوراله خوا دسيمه ئيزو ادارو دنوي قانون تر تصويب پورې دميدان ښار  په مرکزيت  سره له دريمې درجې څخه دويمې درجې ته .  _ لکه څنګه چې دهيواد داساسي قانون دنوي يمې مادې دڅلورم بند له مخې  داداري واحدونو جوړول ، تعديل او لغوه کول .  دملي شورا له صلاحيتونو څخه دي او دغه راز دسيمه ئيزو ادارو دقانون نوي طرحه دوزيرانو دمجلس داتمې ګڼې دمصوبې  په اووم بند کې په اصولو کې  تاييد شوې ده ، او په دې طرحه کې  دولايتونو ، مشخصو نورمونو دټاکنې ټولې ستونزې ځاى کړى شوي دي  ، دملي شورا له خوا دسيمه ئيزو ادارو دنوي قانون تر تصويب  پورې دجمهوري رياست په لنډ مهال ډول ددغو ولايتونو ددرجو دلوړولو په باب  دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکه ادارې وړانديزونه منظور کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته