کابل/ دوږي ٣مه /باختر
د نيمروز د کرنې اوبو لګولو او مالدارى رياست وايي چې د دغه ولايت په چاربرجک ولسوالۍ کې د پومبې کرکيله د پراختيا په حال کې ده او زيات بزګران د پومبې له کرلو سره علاقمندي پيداکړې ده .
دغه رياست زياتوي چې د پومبې کروندې د چاربرجک ولسوالۍ دمورينکي ، زاړ پده ګي، خجو، نصير، تالپده، لوندو او جان بيک په سيموکې زياتې شوي دي .
د نيمروز د کرنې اواوبولګولو د رياست چارواکي ټينګارکوي چې په دغوسيمو کې پخوا کوکنار کرل کېدل خو اوس په دغو ځمکو کې پومبه کرل شوې ده .
په همدې حال کې د کرنې اوبو لګولواومالداري وزارت سږ کال په بېلابېلو سيموکې د پومبې پنځه سوه نمايشي کروندې جوړې کړي دي .
د پومبې دغه نمايشې کروندې د هرات، سرپل، کندز، بلخ، ننګرهار، تخار، سمنګانو، جوزجان، بغلان او د هلمند په ولايتونوکې د ١٣٩٩کال په لومړي نيمايي کې جوړې شوي دي.
ختم_ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل