کابل باختر د وږي ٣١
دهرات ولايت سيمه ييز مقامات وايي چې ديوه ستر پل دړنګولو لپاره يې د وسله الو طالبانو طرحه شنډه کړې ده .
د رارسيدلو خبرونو له مخې، ياغي طالبانو ديوه اسپى په ګيډه کې دچاوديدونکو توکو په ځاى پرځاى کولو سره غوښتل چې د ادرسکن ولسوالۍ ستر پل وچوي، خو په دې کار بريالي نه شول .
دهرات ولايت دپوليسو ويندوى نور خان نيکزاد باختر اژانس ته وويل: ياغيانو دغه اسپى چې ګيډه يې په چاوديدونکوتوکو ډکه کړي و، د ادرسکن ولسوالۍ تر ستر پله لاندې ايښى و چې له چاودنې مخکې دامنيتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شو .
د ادرسکن ولسوالۍ دغه ستر پل، دغه ولسوالۍ دهغې له زياترو نورو سيمو او دهرات ولايت له ځينو ولسواليو سره نښلوي .
ويل کيږي چې ياغيانو لومړۍ دغه اسپى وژلي دي او وروسته يې ګيډه په چاوديدونکو توکو ډکه کړى ده .
په افغانستان کې په تروريستي پيښو کې له اسپى څخه کار اخيستل بې سارى دى، خو ياغيانو يوځل په بادغيس ولايت کې بم په يوه خره تړلي و او هغه يې دپوليسو يوې پوستې ته خيرمه چولي و .