امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په لوګرکې ووژل شول

-کابل باختر د زمري  اوومه :
څلور تنه وسله وال طالبان په لوګر ولايت کې له پوځيانو سره د جګړې په بهيرکې ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
دغه جګړه پرون هغه وخت ونښته چې يوې ډلې يرغلګرو د بره کي برک  ولسوالۍ د چهل تن په کلي کي د ملي اردو د ځواکونو په يوه قرارګاه بريد وکړ .
ويل کيږي د طالبانو په دې بريدکې د دوو ښځو او يوه نارينه په ګډون درې تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي .
د لوګرد والي وياند سليم صالح د باخترآژانس خبريال ته وويل: په دې جګړه کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول .
ده وويل: جګړه د برکي برک ولسوالۍ په چهل تن کلي کې د ملي اردو د ځواکونو په يوه قرارګاه د وسله والو طالبانو له بريد وروسته رامنځته شوې ده .
صالح د طالبانو  په دې بريدکې د دوو ښحو او يو نارينه ټپي کيدل هم تاييدکړ.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د جګړې له امله د طالبانو د جګپوړي قوماندان ملا سورګل د زوى په ګدون درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول  .
د لوګر د والي وياند وايي: دغه جګړه د محمد آغې ولسوالۍ د سرخاب په کلي کې د ملي اردو د ځواکونو د پوځي عملياتو په بهيرکې رامنځته شوې ده .
ويل کيږي په دې جګړه کې د ملي اردو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته