روغتیا

جراحي ډاکتران له کافي درملو سره کندز ته واستول شول.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٨
دعامې روغتيا وزارت دجراحي له مجربو ډاکترانو سره کافي درمل او نور روغتيايي توکي کندزته وليږل.
دغه درمل او طبي لوازم دجراحي له يو شمير ډاکترانو سره د دريوهليکوپترونو سره کندزته وليږدول شول.
دعامې روغتيا وزارت دخپرونو رييس محمد اسماعيل کاووسي دباختر آژانس خبريال ته وويل : دعامې روغتيا وزارت مشرتابه په کندز ښار د ټپيانو او اړو کسانو حالت ددغه وزارت له لومړيتوبونو څخه بولي او له همدې امله دکندز دعامې روغتيا له رييس سره په اړيکه کې دى .
او د رسيدلو خبرونو له مخې ددغه وزارت ډاکتران او روغتيايي کارکوونکي شپه اوورځ  د روانې جګړې د ټپيانو د درملنې په خاطر په کندز ښارکې هلې ځلې کوي.
کاووسي څرګنده کړه دعامې روغتيا دوزير دلارښوونې له مخې ددغه وزارت مسوولين له هر امکان څخه استفاده کوي چې دکندز دجګړې د ټپيانو د درملنې حالت وڅيړل شي له همدې امله له مجربو جراحانو سره په کافي اندازه درمل او نور طبي وسايل کندز ته واستول شول او اوس په ښارکې دشرايطو دنه مساعدوالې له مخې ډاکتران دښار په شاوخوا روغتونونو او کلينيکونو کې چې خوندي دي د ټپيانو درملنه کوي.
ده له يو شمير رسنيو څخه شکايت وکړ او ويې ويل چې يو شمير رسنۍ د ناسمو خبرونو په خپرولو سره د ټپيانو د درملنې په لاره کې د ډاکترانو او د روغتيايي کارکوونکو فعاليتونه او خدمتونه بل ډول خپروى چې دغه شان رپوټونه د ډاکترانو په حق کې بې انصافى بلل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته