فرهنګ

د معرفت فرهنګي بنسټ په فرهنګي برخه کې همکاري کوي

کابل باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د  فرهنګ او هنرمعين پوهاند محمد رسول باوري    نن د معرفت د فرهنګي بنسټ او د معرفت ليسې له مسوولينو سره په کتنه کې د کابل د فرهنګي اوونۍ په ترسره کولو کې د دوى د ونډې ستاينه وکړه.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې:
په دې کتنه کې د معرفت د فرهنګي بنسټ او د معرفت ليسې مسوولينو دخپلو فرهنګي فعاليتونو په باب دفرهنګ اوهنر د چارو معين ته معلومات ورکړل او  او د معرفت په فرهنګي بنسټ او د معرفت په ليسه کې د فرهنګي، هنري  او روزنيزو پروګرامونو د ترسره کولو په لاره کې د خپلو زياتو همکاريو ډاډ ورکړ.
پوهاند باوري د معرفت بنسټ او په تېره بيا د معرفت ليسې د همکاريو له امله چې د کابل د فرهنګي اوونۍ په ترسره کولوکې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره کړې دي، مننه وکړه او له دغه وزارت سره یې د دغه بنسټ د فرهنګي همکاريو د دوام قدرداني وکړه .
پاى ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته