امنیت

په جوزجان کې په څو واټونوکړيړ واچول شو .

کابل / دلړم ٥مه / باختر :
په جوزجان کې  ١٢ ټولګټې پروژې  دکليودبيا رغاونې او پرمختيا رياست دکليوالي  لارې جوړولو دملي  پروګرام له لارې ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې
دجوزجان ولايت دکليو دبيا رغاونې  او پرمختيا رييس محمد يوسف  سعيد باختراژانس ته وويل چې په دغوپروژو کې د  ٤٩ کيلومترو په اوږدوالي ، پنځو مترو  په سور او ددولسو سانتي مترو په پريړوالي  په څو واټونوکريړ اچول شامل دي چې د شبرغان ښار دکوک ،ګنبد ، اوګم ،عثمان غني ، حکمت  اباد ، يکه پته ، سخي اباد او دعزيز اباد دکليو اودخواجه دوکوه ولسوالۍ په څو کليو کې پلې شوي دي
سعيد زياته کړه چې ددغو پروژو لګښت څه دپاسه اووه سوه  زرو امريکايي  ډالرو ته رسيدلى دى چې دکليو دبيا رغاونې او پرمختيا وزارت دکليوالي  لارې جوړولو دملي پروګرام  له بودجې څخه تمويل شوي دي
ويل کېږي  چې په دغوساحو کې څه دپاسه دوه زره پنځه سوه کورنۍ ددغوپروژو  له ښيګڼو څخه ګټه اخلي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته