ټولنه

نړيوال بانک په هرات کې دبريښنا شبکو دپياوړتيا په خاطر پانګه اچونه کوي .

کابل باختر دوري  شپږمه :
دنړيوال  بانک هئيت چې دهرات ولايت ته يې سفر کړى دى وايي  پنځه ويشت مليونه ډالره دښاري بريښنا دشبکو دپياوړتيا دسلما وادي په ولسواليو کې دنويو سب استيشنونو دجوړولو او دبريښنا  دليږدونې دمزو دپياوړتيا په برخو کې  لګوي .
  دغه هئيت چې پرون يې دهرات دوالي  محمد اصف رحيمي سره کتلي دي  ټينګار کوي . چې  مناسب امنيتي  فضا په هرات ولايت کې دپراختيايي طرحو داجرا لپاره زمينه برابره کړې  ده .
  خلکو ته داسانتياو دبرابرولو او دبريښنا شبکو دحالت  دښه والي په لاره کې نړيوال بانک پانګه اچونه کوي .
ټاکل شوې ده چې داوبې ، چشت ، کرخ او پشتون زرغون په ولسواليو کې دبريښنا څلور سب ستيشنونو چې هريو دلسو ميګاواټو بريښنا ظرفيت لري  جوړ شي .
  دهرات والي  دنړيوال بانک  دپانګې اچونې هرکلى وکړ او اعلام يې وکړ چې  دهرات  دښاري بريښنا دشبکو پياوړتيا دشبکې دبرخه والو مهمې ستونزې لرې کوي .
دهرات بريښنا رييس  وحيد احمد کامراني دڅرګندونوله مخې ، اوس  په هرات ولايت کې څه ناڅه دوه سوه زره کورنۍ  له بريښنا  څخه ګټه واخلي .
داپه داسې حال کې ده چې  دوروستي يوکال په بهير کې  دهرات  دبريښنا شبکې دخدمتونو دوړاندې کولو بهير  معياري شوى دى او دبريښنا مشترکين هم له دغه حالت څخه خوشحاله دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته