امنیت

دوه کسان په ننګرهار کې ونيول شول

٣٧- کابل / د وږي ٣٠مه / باختر دوه کسان په ننګرهار کې د نشه يي توکو له بستو سره ونيول شول. پوليس وايي: دغه کسان تېره شپه کله چې غوښتل يې ٥٠ کيلو ګرامه اپين پاکستان ته قاچاق کړي؛ د شېرزادو ولسوالۍ بازار ته څېرمه ونيول شول. نيول شويو کسانو د نشه يي توکو دغه بستې په ماهرانه ډول په ګړندي موټر کې ځاى پرځاى کړي وو. د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې نيول شوي کسان به ډېر ژر عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي. پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته