
کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٦نيټه :
څلور ويشت تنه ډار اچوونکي تېره شپه په غزني ولايت کې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو وياند ډګروال فضل خدا ابراهيم خېل باخترآژانس ته وويل چې ١٥ تنه ډاراچوونکي د اندړو ولسوالۍ دآرزو په کلي کې له افغان ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول، اته تنه نور يې ټپيان شول او د دښمن ٤ موټرسايکلونه له منځه يوړل شول.
ده وويل چې ٩ تنه ډار اچوونکي د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې په هوايي بريدونو کې ووژل شول.
د يوبل خبرله مخې ؛ پنځه ماينونه دپکتيا، خوست ، پکتيکا او د غزني د ولايتونو په مربوطاتو کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د منسوبينو له خواکشف اوشنډکړاى شول. پاى جذ