فرهنګ

دځوانانو دچارو دمعينيت دفرهنګي او درضاکارو ځوانانو دچارو نوي رييس معرفي شو .

کابل باختر د ثور  ٣١:
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين  ډاکتر کمال سادات  نن لايق شاه  ځدران  چې دجمهور رييس  له حکم سره سم  دځوانانو دچارو معينيت  د فرهنګي او درضاکارو ځوانانو دچارو درييس په توګه ټاکل شوى دى ، ددغې ادارې  کارکوونکو ته  وروپيژاند .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په هغو مراسمو کې چې  په همدې مناسبت  پرځاى شوي و ، لومړى  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دبشري منابعو رييس احمد ضيا انوري ، دځوانانو دچارو معينيت  دفرهنګي  او درضاکارو ځوانانو  دچارو دنوي رييس  دټاکنې په اړوند  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  حکم ولوست .
وروسته  دځوانانو دچارو معين په دې  دندې  د ځدران دټاکل کيدو له امله  مبارکي وويله  او څرګنده يې کړه چې  د ځوانانودچارو دمعينيت  دفرهنګي او درضاکارو ځوانانو  دچارو رياست ددغه معينيت يو کليدي رياست دى او هيله وکړه  چې په دغه  دندې دده په ټاکل کيدوسره  ددغه رياست په کاري چارو کې شته نيمګړتياوې  او تشې ډکې شي .
سادات زياته کړه چې لايق شاه ځدران  د هېواد يوتګړه ،  هېوادپال ، مسووليت منونکي او احساس لرونکي  ځوان دى  او دازادې اوشفافې سيالۍ  له لارې يې دغه رياست ته  لاره موندلې ده .
دغه راز لايق شاه ځدران  دځوانانو دچارو دمعينيت  له مشرتابه څخه  دخوښي دڅرګندولو په ترڅ کې ، ژمنه وکړه  چې  ديوه هېوادپال او خدمتګار ځوان په توګه  دمراتبو دلړي په رعايتولو سره به  هغه مسووليت  چې  ده ته سپارل شوى دى په صادقانه ډول او په ښه توګه  ترسره کړي .
  مخکې له دې  ځدران په پارلماني چارو کې  ددولت وزارت دعامه اړيکو په رياست کې دآمر په توګه کارګړى دى .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته