ورزش

د پنجشير د تکواندو ورزشکارانو په اتم پړاو سياليوکې لومړى مقام وګاټه

کابل/ باختر/ د وږي ٩ مه
د پنجشير د تکواندو ورزشکارانو نن د ملي اتل احمد شاه مسعود د اتلوالۍ جام په اتم پړاو سياليوکې ګټوونکي شول.
د پنجشير د بدني روزنې او ورزش مسوول غلام ايشان الماس د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو سیاليوکې چې د ۲۱ ولايتونو د ورزشکارانو په ګډون د پنجشير په کوربه توب د دغه ولايت د رخې ولسوالۍ په دشتک ورزشي لوبغالي کې ترسره شوې؛ د پنجشير ورزشکارانو لومړی مقام او د تخار او نورستان ټيمونو په تريتب دويم او درېيم مقامونه وګټل.
هغه زياته کړه چې دغه سيالۍ په پارلمان کې د کابل د منتخب وکيل خان آقا رضايي په مالي ملاتړ، د تکواندو فدراسيون او د پنجشير د بدني روزنې او ورزش ادارې ترسره کړې وې.
ختم -سعيده – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته