امنیت

پر کابل پوهنتون د بريد اصلي طراح ونيول شو

کابل / د وري ۵ مه / باختر
د ملي امنيت ځواکونو پر کابل پوهنتون د بريد د اصلي طراح د نيولو خبر ورکړ.
په ابوسعيد اعظم مشهور حضرت علي تېره شپه د ننګرهار د اچين ولسوالۍ بازار ته څېرمه د ملي امنيت د ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې ونيول شو.
د ننګرهار د ملي امنيت يوې سرچینې باختر آژانس ته وويل چې د داعش ډلې جګپوړى غړى او پر کابل پوهنتون د تېرکال بريد اصلي عامل په ابوسعيد اعظم مشهور حضرت علي و.
پر کابل پوهنتون د تېرکال د يرغلګرو په بريد کې ٢٢ محصلان ووژل شول او ٢٢ نور یې ټپيان شول.
يرغلګر د افغانستان ستر تحصيلي بنسټ ته په ننوتلو سره درسي خونې ته داخل شول او پر محصلانو يې ډزې وکړې.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال امرالله صالح له پېښې وروسته وويل چې يرغلګر د ښکلو جامو په اغوستلو سره وکولاى شول ځانونه او له جنګي وسايل ډګ بکسونه کابل پوهنتون ته يوسي.
د جمهوري رياست لومړى مرستيال د طالبانو او داعش په ګډون د څو تروريستي ډلو ګډه شبکه پر کابل پوهنتون د بريد عامل بللې وه.
له دې وړاندې هم امنيتي ځواکونو يوشمېر کسان چې ويل کېږي د دغه بريد په سازمان ورکولو کې رول درلود، ونيول.
د ننګرهار د ملي امنيت مسوولين وايي چې په ابوسعيد اعظم مشهور حضرت علي د داعش ډلې جګپوړى غړى دى او په عراق، سوريه او بلجيم کې د دغې تروريستي ډلې له مشرانو سره اړيکې درلودې.
د داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته