کابل باختر د وري اوومه :
دقندهار ولايت دارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې اووه تنه سيمه ئيز پوليسان دخپلو همکارانو له خوا ووژل شول .
دغه پيښه دقندهار ولايت دارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې دخانه ګرداب په امنيتي پوسته کې رامنځته شوې ده .
يوه اړونده خبرځاى وويل : درې تنه سيمهئيز پوليسان چې له طالبانوسره همکار وو په دې امنيتي پوسته کې دخپلو همکارانو له وژلو وروسته له ساحې څخه وتښتيدل .
خبرځاي زياته کړه :يو تښتيدلى يرغلګر پخوا ددغې امنيتي پوستې قوماندان و .
دقندهار دوالي وياند صميم خپلواک ددغه خبر په تاييدولو سره وويل: تحقيقاتي ټيم له مرکز څخه ارغنداب ولسوالۍ ته استول شوى دى چې موضوع وڅيړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ