
فیض اباد دوږي ۲۳ باختر څلور تنه پوځي منسوبانو تېره شپه د بدخشان په ارګوی ولسوالۍ کې د طلبانو په برید کې شهیدان شول او دوه نور پوځیان ټپیان شول . د سیمې اوسیدونکو د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه پوځیان هغه وخت شهیدان شول چې طالبانو د دوى پوستو برید وکړ . دوی وویل چې د کومکي ځواکونو په رسېدلو سره طالبان له سیمې وتښتېدل او اوس دسيمې حالت ارام دی . سعیده