امنیت

د هېواد په ختیځ کې په افغانستان کې د داعش د ډلې مشر ووژل شو

جلال اباد باختر د وږي ۴ مه
د ننګرهار ولایت  د خوږياڼیو ولسوالۍ د ځنګل کلي  په سیمه کې په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې مشر سعد ارهابي ووژل شو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې هوايي ځواکونو تېره شپه په خوږياڼیو ولسوالۍ کې بریدونه وکړل.
سرچینه زیاتوي چې په دغو بریدونوکې په افغانستان کې د داعش د ډلې د مشر سعد ارهابي په ګډون لس تنه نور داعشیان هم وژل شوي دي.
د خبرځای په  وینا، په ترسره شویو بریدونوکې د داعش وسله والې ډلې دوه قرارګاوې، مهمات او ګڼ شمېر وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
سعد ارهابي د خیبر ایجنسۍ اصلي اوسیدونکي و چې د حسیب لوګري تر وژل کېدو وروسته یې په افغانستان کې د داعش د ډلې مشري کوله.
پای/سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته