ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت دکانکور دآزموينو درياست خبرتيا

کابل باختردلړم دمياشتې ٢١ :
دلوړو زده کړو وزارت دکانکور دآزموينو درياست خبرتيا
په نږدې راتلوونکي کې  دکانکور دآزموينو دلوى رياست  له خوا له برابر شوي پلان سره سم دهېواد  دمرکز او ولايتونو دکانکور ازموينې پيليږي.
دلوړو زده کړو وزارت دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت  په بشپړ ملاتړ
سره  ددغه بهير دلا زيات شفافيت  او دعدالت دتامينولو په لاره کې  خاص
تدبيرونه نيولي دي.
په دې وسيله  دکانکور دآزموينې دټولو داوطلبانو او دممتحنو استادانو پاملرنه دغو ټکو ته  اړوو.
دکانکور دآزموينې د داوطلبانو دپاملرنې وړ  :
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رييس په مشرۍ غونډه کې  دکورنيو  چارو، ملي  دفاع ، پوهنې ، دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ، ماليې ، اطلاعاتو اوفرهنګ ، حج او اوقافو اودلوړو زده کړو دوزارتونو  ، دملي امنيت دلوى رياست او دسيمه ييزو ارګانونو دادارې   دواکمنو استازو په ګډون دکانکور دازموينې داخيستلو واکمن کميسيون جوړ شو  چې  دغه کميسيون دکانکور دحوزو دامنيت او خونديتوب په تامينولو  ، دکانکور دموادو او داستادانو  دامنيت  په تامينولو  کې  او  په ولايتونو کې  داستوګنې دځايونو او په لاره کې دهغو دامنيت په تامينولو  ، په ولايتونو کې دکانکور حوزو ته داستادانو په ليږدونه  ، دآزموينې صحنې ته دمبايل او دنورو الکترونيکي وسايلو  او دوسلو  دليږدونې په مخنيوي او دازموينې داخيستلو دلوى رياست دمالي ستونزو  په حل کولو کې  جدي او هر اړخيزه همکاري کوي  او دکانکور دازموينې په بهيرکې  داړوندو وزارتونو له  لارې  دازموينو شفافيت اودهغوى سالم والى څاري او کنترولوي او دکومې پيښې درامنځته کيدو په صورت کې لازم تصميمونه نيسي .
دکانکور له ټولو داوطلبانو څخه  په کلکه غوښتنه کيږي چې  دازموينې داخيستلو په ورځ دې له مبايل او له نورو الکترونيکي وسايلو او وسلوسره  دازموينې صحنې ته داخل نه شي  .
له داوطلب سره دمبايل   دترلاسه کولو په صورت کې  که څه هم  له هغه څخه  يې استفاده هم نه وي کړي ، آزموينه يې باطله او موبايل  يې ضبطيږي .
د کانکورټول داوطلبان دې دځوابونو په پاڼه کې يوازې له تور خودکار او توش قلمونو څخه استفاده وکړي   دپنسل په واسطه دډک کړاى شويو ځوابونو پاڼه  اعتبار نلري .
دکانکور ټول داوطلبان مکلف دي  چې په ټاکلې ورځ او  وخت دازموينې په صحنه کې حاضر وي له ټاکلي وخت او ورځې څخه بهرمعذرت يې  نه منل کيږي.
دکانکور ټول داوطلبان مکلف دي   چې دپوښتنو په حل له پيل  مخکې  دپوښتنو دکتابچې دفورم نمبر په ټاکلي ځاى کې  دتور خودکار يا خودرنګ په واسطه وليکي  او دسر غړونې په صورت کې  قانوني چلند ورسره کيږي .
دکانکور دازموينې داوطلبان يوازې په هغو ولايتونو کې چې دهماغه ولايت  له اړوندې ليسې څخه فارغ شوي دي دازموينې حق لري   په بل ولايت کې دازموينې دبدلون  غوښتنه  جواز نلري .
دکانکور داوطلبان دې دازموينې په ورځ  په مناسبو موسمي  جامو سمبال وي.
دکانکور داوطلبان دې د آزموينې په ورځ  په ازموينه کې دشموليت کارت له ځان سره ولري  . په ازموينه کې دشموليت دکارت دنه شتون په صورت کې   په ازموينه کې دهغوى له شموليت څخه معذرت غوښتل کيږي .
   دکانکور ټول داوطلبان دې له خپل استعداد  ، لياقت او علاقمندۍ سره سم دنظر وړ څانګه په دقيق ډول انتخاب کړي .  ځکه چې دکانکور دنتيجو له اعلام وروسته  دنويو محصلانو  بدلون  ناشونى دى.
دلوړو زده کړو وزارت  له لايحو او قوانيو سره سم   له ١٣٩٠ کال وروسته فارغان يوازې  دوه چانسونه  او له هغه څخه مخکې درې چانسونه لري. داضافي چانس له  غوښتنې  څخه په جدي توګه معذرت غوښتل کيږي .
دغه راز د کانکور دتياري  دټولو کورسونو خاوندانو ته خبر ورکول کيږي  چې 
په شفاف ډول دازموينې په اخيستلو کې دې دلوړو زده کړو له وزارت سره
صادقانه همکاري وکړي . له هغو سرغړونکو کسانو او يا ډلو سره به  چې دازموينو دبهير شفافيت ترپوښتنې لاندې نيسي  او دنقل اوجعل زمينه برابروي
قانوني جدي چلند وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته