نړۍ

دهندپه شمال ختيځ کې څه ناڅه يوسلو پنځه تنه ووژل شول

نوي ډيلي دي نيوز انترنشنل دثور دمياشتي١٢ نيټه :

دهندپوليسو  ددغه هيواد دشمال ختيځ  اسام ايالت په سيند کې  ديوې مسافروړونکي بيړي دډبيدوله امله  دنږدي يوسلو پنځو تنو دوژل کيدو اودلسګونو تنو  نورو دبي درکه کيدو خبرورکړ.

ددي نيوزانترنشنل ورځپاڼي خبرورکړپه دې بيړي کې چې دښځواو ماشومانو په گډون درې سوه پنځوس تنه سپاره وو پرون ناوخته دنامناسبي هوا  له امله له پيښې سره مخامخه شوه او دوه ټوټي شوه .

يوه اړوند خبرځاى وويل په دې پيښه کې څه ناڅه يوسلو پنځوس تنه ياوژل شوي دي اويا هم دلامبووهلو له لارې دبنګله ديش پولي ته رسيدلي دي.

خبرځاى زياته کړى ده  له تندو بادونو اوتورتم سره جوخت دتيري شپي  اورښتونو دبي درکه شويو کسانو دموندلو لپاره دژغورني دکارکوونکوهلې ځلې له ستونزوسره مخامخي کړي دي.

ديادونې وړده  چې دغه پيښه  دهند په شمال ختيځ کې په څو وروستيو کلونو کې دبيړي چلوني يوه ډيره بده پيښه  ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته