امنیت

په شمال ختيځ زون کې د طالبانو مالي مسوول ووژل شو

کابل/د مرغومي ۲۲ مه/باختر
د هېواد په شمال ختيځ زون کې د طالبانو مالي مسوول تېره شپه په کندزکې ووژل شو.
د ٢١٧ پامير قول اردو قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باختر آژانس ته وويل چې يو پاکستانى محب الله چې په شمال ختيځ زون کې يې د طالبانو مالي مسووليت په غاړه لاره؛ د کندز د امام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتوکې په هوايي بريدکې ووژل شو.
هغه زياته کړه چې په بريد کې د هغه د سپرلۍ موټر هم ويجاړ شو.
ختم-عطاالله -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته