امنیت

په قندهار کې د یوې شپږ کسېزې ترهګرې ډلې نېول کېدل

قندهار باختر دجوزا د  میاشتې ۹ مه
د ملي امنیت منسوبينو په قندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوې شپږ کسېزې ډلې د نیول کېدو خبر ورکړ.
د ملي امینت مسوولین وايي چې دغو ترهګرو د قندهار ښار په ګډون د ډنډ، دامان، پنجوايي او د میوند په ولسوالیوکې ترهګریز فعالیتونه ترسره کول.
باختر اژانس ته  د ملي امنیت د مطبوعاتي دفتر څخه په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې نیول شويو کسانو د دولت ضد  او ترهګریز فعالیتونه ترسره کول.
په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي دي چې له نیول شویو کسانو سره یو شمېر وسلې، مهمات او چاودیدوونکي توکي هم نیول شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته