امنیت

څلويښت ميله وسلې داياګ ته وسپارلې شوې.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
څلويښټ ميله ډول ډول وسلې نن دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ له خوا د داياګ پروګرام ته وسپارلې شوې.
دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو مسوول عبدالخليل اسير دباختر آژانس خبريال ته وويل: ددغه ولايت دامنيتي ځواکونو دهلوځلو له امله يوولس کلاشينکوف ٢٣ تومانچې او اووه چره يي ټوپکونه له غير مسوولو افرادو څخه راټول شوي و دملي دفاع وزارت د داياګ پروګرام ته وسپارل شول .
داپه داسې حال کې ده چې ددغه ولايت امنيې قوماندانۍ تير کال هم په لسګونو ميله ډول ډول وسلې له غيرمسوولو وسله والو کسانو څخه راټولې کړې او داياګ بهير ته يې سپارلې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته