امنیت

درې تنه ډار اچوونکي په کونړ ولايت کې ووژل شول .

کابل باختر دکب  درې ويشتمه :
دکونړ ولايت د ٢٠١ سيلاب قول اردو دمنسوبينو په عملياتو کې درې تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دتوپان ٧٥ په نامه دامنيتي او دفاعي ځواکونو ګډ چانيز عمليات دښه امنيت دتامينولو  په موخه دکونړ ولايت دمانوګى  ولسوالۍ په شمون کلي کې نن پيل شوى او دوام لري .
دغه راز نن سهار دکونړ ولايت دغازي اباد ولسوالۍ دترناب او بارګام په ساحو کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو او ډار اچوونکو ترمنځ وسله واله نښته  وشوه چې له امله يې درې تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
دعملياتو او وسله والو نښتو په بهير کې امنيتي او دفاعي ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته