-کابل / دثور ١٣مه / باختر:
کابل ښاروال محمد داود سلطانزوي دکابل ښار په يوشمېر ناحيو کې مستحقو کورنيو ته دډوډۍ دويشلو بهير وڅېړه .
دباختراژانس دخبرله مخې، ددغې څېړنې په بهير کې کابل ښاروال دروغتيايي لارښوونو درعايتولو دنانوايي ګانو له خوا دډوډۍ دوزن اوکيفيت په ښه والي ټينګاروکړ او ويې ويل : چې نانوايي ګانې دې دکيفيت لرونکي او دټاکلې وزن په لرلو سره دډوډۍ ويشلو ته پاملرنه وکړي .
دغه راز کابل ښاروال ټينګاروکړ چې وچه ډوډۍ دې په دې ډول خلکو ته وويشل شي چې دخلکو دګڼه ګوڼې سبب نه شي .
کابل ښاروال څرګنده کړه چې دډوډۍ دويشلو له بشپړ شفافيت څخه دډاډ ترلاسه کول داجرا په حال کې دى . نيمګړتياوې به هره ورځ اصلاح شي . او داړو خلکو دستونزو څېړنه په سم ډول تعقيبېږي .
ختم _ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل