ټولنه

د هرات په اوبې ولسوالۍ کې د خړوبولو د يوې سترې پروژې کار پيل شو

هرات باختر دوږي دمياشتې ٢١  نيټه  :
د هرات ولايت په اوبې ولسوالۍ کې د خړوبولو د يوې سترې پروژې د جوړولو کار د څه د پاسه ٨٢ ميليونو افغانيو په ارزښت پيل شو.
دغه پروژه چې د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا پيل شوې ده، ١٦٥٠هکتاره ځمکه به خړوبه کړي.
د ده دراز، پنج ميران او د چنران کانالونه د هرات ولايت په اوبې ولسوالۍ کې د اوبو لګولو مهم کانالونه دي چې د دغو کانالونو په تګلوري کې د اوبو د سم مديريت نشتوالى د دې سبب شوى چې ټول کانال د دغو کانالونو په سلګونو هکتاره ځمکې او بڼونه په پسرلي کې د سيلاوونو د راوتلو له امله او دغه راز په اوړي کې ويجاړ او له کښت څخه پاتې شي .
د هريرود او مرغاب د دريايي حوزې لوى رئيس انجنير نوراحمد بارز د څرګندونو له مخې، ددغه کانال په جوړولو سره د دغه کانال له لارې د کروندګرو ټولې ستونزې حل کيږي  .
د هېواد په پارلمان کې د خلکو استازي خليل احمد شهيد زاده د دغې پروژې  د بنسټ ايښودو په وخت کې د هېواد د اوبو او انرژۍ د وزرات کړه وړه او فعاليتونه وستايل.
پاى شکريه   ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته