امنیت

د زابل د ولایتي شورا رئیس د دغه ولایت پر امنیتي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې

قلات باختر د غويي د میاشتې ۲۲ مه
د زابل ولایت د ولایتي شورا مسوولین او ځايي خلک وایی: که چیرې مرکزي حکومت د دغه ولایت امنیتي وضعیت ته پاملرنه زیاته نه کړي، نو لرې نه ده چې زابل به  د سقوط له ګواښ سره مخامخ شي.
د ولایتي شورا رئیس عطاجان حقبیان وایي چې د روان کال د وري د میاشتې له پیل څخه تر اوسه پورې په دغه ولایت کې نا امني زیاته شوې چې له امله یې له مرکز سره د ډیرو ولسوالیو لارې لارې هم تړلې دي.
په ورته وخت کې د زابل امنیه قوماندان سمونمل سید معراج الدین سادات که څه هم په دغه ولایت کې د نا امنۍ زیاتېدل تائیدوي، خو زیاتوي چې دوی یې هم پر وړاندې مبارزه پیل کړې چې په دې برخه کې پراخې لاسته راوړنې هم لري.
هغه ډاډ څرګند کړ چې ډېر ژر به د نا امنۍ جرړې ختمې کړي او د دغه ولایت د وګړو د امنینت لپاره به هیڅ ډول قرباني له دوی څخه دریغ نه کړي.
قوماندان د خلکو هغه اوازې هم رد کړې چې ګواکې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ په نښتو کې افغان ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي دي.
زابل چې د هېواد په جنوب کې پروت ولایت دی او له ګاوڼدي هېواد پاکستان سره هم ګډه پوله لري، په دې وروستیو کې پکې وسله والو طالبانو خپل فعالیتونه زیات کړي چې وخت ناوخت پکې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ درنې نښتې هم رامنځته کېږي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته