نړۍ

د استانبول بهیر لوړ پوړو کارکوونکو په نیویارک کې سره وکتل

کابل باختر د تلي  دويمه :
کابل- د استانبول بهیر د غړو هیوادونو او د دغه بهیر ملاتړ کوونکو هیوادونو لوړ پوړو کارکوونکو نن په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنګ کې سره وکتل.
دبهرنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال ښاغلي ارشاد احمدي او د چین د خلکو جمهوریت سفیر ښاغلي لوژو هوی چې په ۲۰۱۴ کال کې د استانبول بهیر د بهرنیو چارو وزارت د راتلونکې غونډې کوربه توب کوي، د دغې غونډې مشري وکړه.
ښاغلي ارشاد احمدي د ۲۰۱۱ کال په نومبر میاشت کې د آسیا زړه سیمې هیوادونو له لوري په استانبول کې د استانبول بهیر د جوړیدو راهیسې د دغه بهیر د کلکي بریالیتوب او چټک او د پام وړ پوخوالې په ګوته کړ. هغه په دې وروستیو کې د اپریل په میاشت کې په آلماتا کې د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې ځانګړي بریالیتوب ته اشاره وکړه چې په کې د باور جوړونې تدبیرونو د پلي کیدو پړاو په ګوته او  د ټولو هیوادونو له لوري تایید شو. هغه څرګنده کړه چې د دغه بهیر د تحرک د ساتلو او مخته وړلو په هکله ټول غړي هیوادونه تر خپلې وسې مکلف دي.
" زما په آند دا ویل به مناسب وي چې اوس د آسیا زړه او ملاتړ کوونکو هیوادونو او سازمانونو لپاره د عمل وخت رارسیدلی دی،" ښاغلي احمدي وویل." دا د ټولو ملاتړ کوونکو هیوادونو او سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو لپاره یو ښه فرصت دی چې د دغه بهیر په اړه خپل کلک او ټینګ ملاتړ څرګند کړي."
ښاغلي احمدي زیاته کړه،" مونږ هیله من یو چې د چین د خلکو جمهوریت په زښتې ارزښتناکې او فعالې ګډې مشرۍ او ملاتړ به وکولای شو دغه ژمنې پوره کړو."
د غونډې برخه والو د خبرو اترو او رغنده همکارۍ د یوه ځای په توګه د سیاسي سلا مشورو پر ارزښت او همداراز د باور جوړونې د تدبیرونو د عملي کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
سفیر لو څرګنده کړه چې سیمه باید د سیمه ییزې همکارۍ په برخه کې رول ولوبوي په ځانګړې توګه په یوه داسې وخت کې چې افغانستان د یوه تاریخي سیاسي او امنیتي لیږد څخه تیریږي. نوموړي زیاته کړه چې استانبول بهیر په ډیر لږ وخت کې ډیرې لاسته راوړنې لري او دا چې سیمه باید دوه اړخیزه همکاري د آسیا زړه هیوادونو په څیر د څو اړخیزو جوړښتونو له لارې روانه وساتي.
افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ښاغلي یان کوبیش وویل، د سیمې هیوادونو اوس درک کړې چې د دوی پر وړاندې پرتو ګډو ننګونو او په افغانستان او سیمه کې د سولې او ټیکاو د ټینګښت په برخه کې سره یو ځای کار کول د دوی ګډ مسوولیت دی.
په غونډه کې هوکړه وشوه چې ګډه مشران به د لوړ پوړو کارکوونکو د راتلونکې غونډې نه مخکې یو شمیر ځانګړې موضوعګانې د بحث په موخه له ګډونوالو سره شریکوي.
برخه والو همداراز د آسیا زړه سیمه کې د امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضیعت د مهمو موضوعګانو او پرمختیاوو په اړه بحث وکړ.
په غونډه کې همداراز د باور جوړونې تدبیرونو د پلي کولو سره د مرستې په موخه د یوه تمویلي میکانیزم د غوراوي په برخه کې د یوې تخصصي مطالعې پایلې واوریدل شوې او هوکړه وشوه چې د دغسې یوه تمویلي میکانیزم په اړه پریکړه به د لوړو پوړو کارکوونکو په بله غونډه کې چې د ۱۳۹۲ لمریز کال د لیندۍ په ۱۵ نیټه په نوی ډیلي کې ترسره کیږي، وشي.
سفیر لو د استانبول بهیر د راتلونکې غونډې چې د راتلونکي کال د اوړي په میاشت چه د چیند تاین جین په ښار کې ترسره شي، په هکله د چین د تیاریو په اړه غونډې ته معلومات وړاندې کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته