روغتیا

څه دپاسه اووه سوه پاينته وينه راټوله شوې ده

کابل ښاريانو دحسيني عاشورا ددرناوي په خاطر  ترنن پورې څه دپاسه اووه سوه پاينته وينه دامام حسين ( ع)  دوينې مرکزي بانک ته ورکړې ده.

دامام حسين (ع)  دوينې دمرکزي بانک رييس ډاکترمسعود رحماني ددغه ټکۍ دڅرگندولو په ترڅ کې دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل :  چې دتيري اوونۍ په بهيرکې  دکابل ښار له بيلابيلوسيمو څخه يوزيات شميرځوانان په خپله خوښه ددغه بانک په ګرځنده  اوثابتو مرکزونو کې وينه  ورکړې ده.

ډاکتررحماني چې  دډاکترانو له ټيم سره نن دکلاي شاده، دسرکاريزپه تکيه خانه کې حاضر شوي و وويل ،دحسيني عاشورا ددرناوي په ورځو کې دهيوادپه مرکز او ولايتونو کې دامام حسين (ع )  دوينو بانکونو يوه زياته اندازه وينه راټوله کړې ده .

ده دغه راز وويل  چې له راټولو شويو وينو څخه  دابوالفضل العباس زيارت ته څيرمه  دسه شنبې دتروريستي غمجنې پيښې  ټپيانو ته يوه زياته اندازه وينه ورکړشوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته