_ کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٢ :
د قرآن کريم د ښه تلاوت سيالۍ پرون د پروان ولايت د څه د پاسه سلو تنو ځوانانو ترمنځ ترسره شوې.
د پروان ولايت د حج او اوقافو رئيس معراج الدين ماجد باختر آژانس ته وويل: دغه سيالۍ د روژې د مبارکې مياشتې په مناسبت د دغه رياست له خوا ترسره شوې.
ده زياته کړه: په دې سيالۍ کې د پروان د ديني مدرسو په لسګونو تنو نجونو او هلکانو ګډون کړى دى چې په راتلوونکي پړاوکې له دې جملې څخه پنځلس تنه د پروان د قرآن عظيم الشان د ستورو په توګه انتخابيږي.
ده د دغې سيالۍ هدف په ملي او نړيوالو سياليوکې د ګډون په خاطر د قرآن کريم د غوره حافظانو پيژندل او معرفي کول وبلل.
0 1 دقیقه لوستل