امنیت

اته سوه کيلوګرامه چاوديدونکي توکي د کابل ښار په مربوطاتوکې ترلاسه شول

کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٣
دملي اردوځواکونو دکابل ښار د پنځمې ناحيې په مربوطاتوکې اووه بوشکې چاوديدونکي توکي کشف او ترلاسه کړل .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د ملي اردو ځواکونو څه ناڅه اته سوه کيلوګرامه چاوديدونکي توکي چې په اوو بوشکوکې ځاى پرځاى شوي و؛ دکابل ښار په پنځمې ناحيې پورې اړوند د داوود بڼ ته په څېرمه ساحه کې کشف او ترلاسه کړل.
ويل شوي دي چې تروريستانو د دغو توکو په پټولوسره غوښتل يو لړ ورانکار فعاليتونه ترسره کړي چې د دغو توکو په کشفولو سره د دغه پروګرام د عملي کيدو مخه ونيول شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته