امنیت

څه دپاسه زر کېلوګرامه اپين اوچاوديدونکې توکې ترلاسه شول .

  دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي  دپوليسو دکندهار ولايت په پنجوايي  ولسوالۍ کې زر کېلوګرامه اپين اوچاوديدونکې  توکې ترلاسه کړل .

 ويل کېږي په دغو توکو کې يو زرو دوه سوه اويا کېلوګرامه  اومه اپين او درې  شپيته کېلوګرامه  چاوديدونکې توکې   شته چې دعملياتو له امله دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي  .

  دباختر اطلاعاتي اژانس  ته دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي رييس ګل محمد شکران د څرګندونو له مخې دغه راز  په دغو عملياتوکې  دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي پوليسو   څلور شل کېلويي بوشکې نشه يي توکې او څو ډول ډول ماينونه هم ترلاسه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته