ټولنه

روانه جګړه کې د وژل شویو کسانو د اختر کالي له خیاطانو سره پاتې دي

کابل / د غبرګولي١۲مه / باختر
د روزګان خیاطان وايي چې په روانه جګړه کې د لسګونو وژل شویو کسانو د اختر جامې اوس هم له دوی سره په دُکانونو کې پاتې دي.
خياطان وايي چې د اختر لپاره ډېر شمېر ځوانانو کالي وروړي دي، خو دوی یې له ګنډلو وروسته خبر شوي چې کالي وروړونکي په جګړه کې وژل شوي دي.
په ترينکوټ کې دوه خیاطان محمد نبي او حزب الله وايي: موږ ته ډېر شمېر ځوانانو له اختر څخه مخکې د ګنډولو لپاره جامې راوړې وې، جامې يې تراوسه پاتې دي، موږ چې يې د خپلوانو سره خبرې وکړې.
هغوی زیاته کړه: د جامو خاوندان مړه شوي دي، کله چې زموږ مشتريان دغه ډول وژل کېږي موږ سخت خفه کېږو له وسله والو طالبانو او افغان حکومت څخه غوښتنه کوو چې جګړه بس کړي او سوله وکړي.
دغه خياطان وايي چې روانه جګړه د هېڅ افغان په ګټه نه ده او د جګړې دواړو غاړو ته په کار ده چې سوله وکړي.
دوی جګړه او تاوتريخوالی په سختو ټکو غندي.
په ورته وخت کې د ورزګان اوسېدونکي وايي چې تر بل هر وخت افغانان په هېواد کې دايمي اوربند او سولې ته اړتيا لري.
د دغه ولايت اوسېدونکي هم له وسله والو طالبانو غوښتنه کوي چې د سولې له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي او سوله وکړي.
یوازې روزګان نه دی چې خیاطانو ته یې د مشتریانو جامې پاتې دي، د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې خیاطان وايي چې د مړو شویو مشتریانو د اختر جامې یې په دُکانونو کې پاتې دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته