ټولنه

دکرنيزو اوبو څوارلس زيرمې ګټې اخستنې ته وسپالرې شوې .

کابل باختر د مرغومي پنځه ويشتمه :
  دکرنيزو ځمکو دخړوبولو په موخه دنړيوال بانک  په مالي همکارى په سمنګانو کې دکرنيز اوبو څوارلس   زيرمې ګتې اخستنې ته وسپارلې شوې .
دسمنګانو ولايت دکرنې  او اوبو لګولو  رياست دبڼوالۍ  او مالدارۍ  دملي پروژې ولايتي مسوول عبدالحميد  خيرخواه  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه زيرمې دڅه دپاسه  دولسو مليونو افغانيو په لګښت  چې نيمايي  يې دبڼوالو له خوا ورکړى شوي دي
ددغه ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې جوړې شوې دي .
ده زياته کړه چې هره زيرمه  دپنځلس  جريبه ځمکې  دخړوبولو  ظرفيت لري او د خرم سارباغ  ، بر دره  صوف  او دحضرت سلطان په ولسواليو او دايبکوپه ښار کې جوړې شوې دي .
  خيرخواه زياته  کړه چې ددغو  زيرمو په جوړيدو سره دکرنيزو اوبو دکمښت ستونزې لرې شوي او داوبو دضايعاتو مخه هم نيول شوې ده .
  ختم- سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته