اقتصاد

د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودجې سند مشرانو جرګې ته وړاندې شو

کابل باختردلړم شلمه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د جمهوررييس عالي مقام ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي، نن دلړم دمياشتې په ٢٠ مه نيټه چې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت مرستیال ډاکټر محمد کریم باز یې ملتیا کوله د مشرانو په عمومي ناسته کې ګډون وکړ او د افغانستان داساسي قانون د ۹۸ مې مادې له مخې یې د ۱۳۹۸ مالي کال ملې بودجې سند سناتورانو ته وړاندې کړ. د مالیې وزارت سرپرست د مشرانو جرګې غړو ته له مالي پلان سره سم د ملي عوایدو راټولولو او د ۱۳۹۳ مالي کال په پرتله یې د ۳۰ سلنې په لوړوالي، د پیسو نړیوال صندوق له لوري د حکومت له مالي او اقتصادي اصلاحاتو څخه د څلورو پړاوونو د بریالۍ ارزونې، د ملي بودجې په شاخصونو کې د ښه والي، سېمه يیزې ترانزیټي او اقتصادي همکاریو، د خصوصي، کرنې، ترانسپورټ او انرژۍ سکټورونو په ودې او پیاوړتیا او د ۱۳۹۸ مالي کال د ملي بودجې د مسودې د لنډیز په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل. په غونډه کې د مالیې وزارت سرپرست دوی ته ډاډ ورکړ چې د ملي بودجې په سند کې به د دوی نظریات د هیواد نافذه قوانینو ته په کتو سره په نظر کې ونیول شي او له دوی څخه یې غوښتنه وکړه چې د پراختیایې پروژو د پلي کیدو او د حکومت کاري چارو لپاره ملي بودجه په خپل وخت سره ډيرژر تائید کړي ترڅو د تصویب لپاره د ولسي جرګې غړو ته وړاندې شي. د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودجه په ټوله کې ۳۹۹ میلیارده افغانۍ ده چې له دې جملې څخه ۲۷۵ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۱۲۴ میلیارده افغانۍ یې پراختیایې بودجه جوړوي. د ملي بودجې ستره برخه پنځو ( زیربناء، کرنې او د کلیو پراختیا، روغتیا، حکومتوالۍ او پوهنې) سکټورو ته ځانګړې شوې ده چې په ترتیب سره ۵۲ میلیارده، ۲۳ میلیارده، ۱۳ میلیارده، ۸،۸میلیارده او ۶،۸ میلیارده افغانۍ د پراختیایې بودجې څخه احتواء کوي. د یادونې وړ ده چې د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودجه د واقعیتونو، شته سرچینو او د حکومت لومړیتوبونو له مخې ترتیب شوې ده. په دې بودجه کې زیاته پاملرنه پراختیایې بودجې ته شوې، که د تېر کال له پیل سره پرتله شي ۱۲ سلنه زیاتوالی ښیې. دا په داسې حال کې ده چې په عادي بودجه کې هم سپما ته پاملرنه شوې ده.پاى-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته