امنیت

په هلمند کې دطالبانو په مرکزونو دپوځيانو نوي مرګاني بريدونه

 لښکرګاه باختر دتلې دمياشتې ٦ مه :
په هلمند ولايت کې  دډاراچوونکو په سنګرونو دنويو هوايي بريدونو له امله        نهه تنه ډاراچوونکي ووژل شول.
دلښکرګاه ښار په مربوطاتو کې  دوسله والو طالبانو په مرکزونو دغه بريدونه تيره شپه  هغه وخت ترسره شول چې ډار اچوونکي ديولړ ډاراچوونکو بريدونو په پلان  جوړولو بوخت وو.
دافغانستان په جنوب  کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته   خبر ورکړ  چې په دغو بريدونو کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل چې  په دغو بريدونو کې دطالبانو دوه ستر مرکزونه  له ټولو پوځي تجهيزاتو  او وسايلو سره يې له منځه تللي دي.
ويل کيږي چې په دغو هوايي بريدونو کې  دسيمې اوسيدونکو ته زيان  نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته