کابل باختر دوري اوولسمه :
درې تروريستان په کندهارکې د ملي امنيت د ځواکونو له خوا په ځانګړو عملياتو کې ونيول شول .
دکندهار د والي ويندوى صميم خپلواک باختر آژانس ته وويل: دغه کسان کله چې د کندهار د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ورانکار تروريستي پلان په طرحه بوخت وو؛ د ملي امنيت د ځواکونو له خوا په عملياتوکې ونيول شول.
خبرځاى وويل: دغه کسان د قندهار ولايت اصلي اوسيدونکي دي او په څيړنوکې يې اعتراف کړى دى چې په کندهارکې يې د زياترو تروريستي پلانونو، چاودنو او په واټ کې د ماينونو په ښخولوکې لاس درلود .
0 د یوې دقیقې څخه لږ