کابل باختر د مرغومي يوولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامدکرزي، نن ماښام د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅکزي او ملګري پلاوي سره یې په ارګ کې وکتل.
دباختراطلاعاتي اژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتردمعلوماتوله مخې
په دې کتنه کې محمود خان اڅکزي، د سیمې د نومیالي مبارز، سیاسي او فرهنګي شخصیت خان عبدالصمدخان اڅکزي د شهادت د څلویښتم تلین په اړه له جوړشوي دوه ورځني سمینار څخه خوښي څرګنده او په دې لاره کې یې د افغانستان د علومو اکاډمۍ هڅې وستایلې.
د محمود خان اڅکزي ملګري پلاوي چې په دغه دوه ورځني سیمنار کې یې ګډون کړی و، د دې ترڅنګ چې د سترو ملي – سیاسي شخصیتونو په اړه د دا ډول سمینارونو جوړول یې ګټور وبلل، ټینګاريې وکړ چې د خان عبدالصمدخان په اړه د جوړ شوي سمینار ټولې لوستل شوې مقالې دې راغونډې او د یو کتاب په بڼه دې چاپ شي.
دغه پلاوي همدا راز وړاندیز وکړ چې د پښتنو او بلوڅو د هغو ملي مبارزو شخصیتونو په اړه دې په اکاډمیک ډول څیړنې ترسره شي چې د آزادۍ په لاره کې یې سترې قربانۍ ورکړي دي.
حامدکرزي د سیمې د نومیالي مبارز خان شهید عبدالصمدخان په اړه په جوړ شوي دوه ورځني سمینار کې د محمودخان اڅکزي او د هغه د ملګري پلاوي له برخې اخیستنې څخه مننه وکړه.