امنیت

يو پنځوس تنه وسله وال ترهګر د هېواد په بېلابېلو سیموکې ووژل شول

کابل_باختر د زمري د مياشتې١٩مه
د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په هغو ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتوکې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونوکې د هېواد په بېلابېلو سیموکې ترسره شول، ۵۱ تنه  وسله وال ترهګر وژل شوي او ۳۴ تنه نور ټپیان شوي دي .  
دغه ګډ عملیات د پليو ځواکونو له خوا د توپچي او هوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، غزني، قندهار، زابل، بادغیس، فراه،  فاریاب، بغلان، بدخشان او د هلمند ولایتونو په مربوطاتو کې تر سره شول.
دغه راز په دغوعملیاتوکې د دښمن یو موټر او یو موټر سایکل له منځه وړل شوي او ١٨ماینونه کشف او شنډ شوي دي.  #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته