سیاستاقتصادTOP

جمهورريیس غني د قندهارله یو شمېر سوداګرو، پانګوالو او صنعت کارانو سره وکتل

٣- کابل / د لیندۍ ۲٨ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني قندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال تېر ماښام د قندهار ولایت یو شمېر سوداګرو، پانګوالو او صنعت کارانو سره کتنه کې د دوی ستونزې او وړاندېزونه واورېدل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې د قندهار  د سوداګرۍ خونې ريیس حاجي نصرالله زهیر په خپلو خبرو کې د امنیت د تامین، ګمرکونو او مستوفیت  په ځانګړي ډول د جوازونو د نوي کولو ځنډنۍ پروسې او سوداګرو ته پر وخت د ویزې ورکولو  په اړه خپلې ستونزې او  حل لارې له جمهورريیس سره شریکې کړې.
حاجي نصرالله زهیر  وویل، هغه ستونزې چې پاکستان سره د ترانزیټ په برخه کې په قصدي توګه رامنځته کېږي باید حل او سوداګرېزې اتشې دې پر وخت معلومات شریک کړې. هغه زیاته کړه د چابهار بندر  د افغانستان لپاره اسانه او ارزانه لار ده، خو یواځې د پیسو په لېږد کې ستونزه موجوده ده اساسي حل لاره دې ورته پیدا، په ځانګړي ډول که امکان لري د افغانستان او هندوستان ګډ بانک دې جوړ شي.
د قندهار سوداګرۍ خونې ريیس وویل، په قندهار کې مومند روغتون زیاته پانګونه کړې او د ستر کدري پوهنتون غوښتنه کوي، هیله ده اجازه ورکړل شي چې خپل نرسان او ډاکټران وروزي.
ورپسې نعمت الله نعمت د صنعت کارانو او پانګوالو په استازیتوب په خپلو خبرو کې د خصوصي سکتور د فعالیت او ارزښت یادونه و کړه او د افغانستان پر اقتصادي ودې او پرمختګ یې د هغه اغېزته په اشارې د ځمکې د ملکیت او شرعي اسنادو د ورکړې او نورو برخو کې د صنعت کارانو او پانګوالو ستونزې بیان کړې.
نوموړي له نویو ملي پروژو څخه د جمهورريیس د ملاتړ مننه وکړه وې ویل، د کرنې، صنعت او کانونو په برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده او ښاروالۍ باید د ښې حکومتوالۍ د تمثیل له لارې د خلکو زیات باور راخپل کړي. په خصوصي سکتور کې دې پانګونه وشي، د زراعتي کمپلکس او سوداګرو او پانګوالو ته د ځمکو د وېش په برخو کې دې دولت همکاري وکړي.
وروسته د جمهورريیس لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، که هرڅوک له سوداګرو باج اخلي د هغوی راپورونه او معلومات باید شریک شي، ترڅو اساسي حل لارې ورته ولټول شي.  هغه زیاته کړه، په دې وروستیو په ځانګړي ډول په کابل ښار کې سړي تښتونې، د سوداګرو وژنه او نور واړه جرمونه تقریبا صفر ته راټیټ شوي او په دوو اوونیو کې به د قندهار امنیتي تړون بشپړ شي، مګر د سوداګرو نظریات شاملول په کې اړین دي.
امرالله صالح وړاندیز وکړ چې مالیې وزارت دې د ګمرکونو ستونزه حل او یا دې له سوداګرو سره په مشوره د دغې ستونزې د حل په موخه یوه نوې مقرره جوړه کړي.
جمهورريیس غني د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته وویل، د قندهار امنیت د ټول افغانستان لومړیتوب دی، قندهار کې امنیت راځي او د قانون حاکمیت به پلی کېږي.
د هیواد جمهورريیس څرګنده کړه، د جمهوري ریاست لومړی مرستیال به د کابل په څېر د هیواد په لویو (۱۰) ښارونو کې امنیتي تړون تطبیقوي. په جینوا کنفرانس کې زموږ وړاندیز له نورو ټولو څخه توپیر درلود او هغه د افغانستان صادراتو ته د مارکیټ جوړول او د دولت او سولې پیاوړي کول وو.
جمهورريیس د برېښنا شرکت د فعالیت یادونه وکړه وې ویل، یاد شرکت خپل پورونه خلاص کړي او عاید یې هم لوړ شوی دی. راتلونکی کال به په ټول افغانستان کې د برېښنا یوه تعرفه وي او ترکمنستان هیواد دا منلي چې د برېښنا بیه به (۳،۵) سنټو ته راکمه کړي.
د هیواد جمهورريیس وویل، د اقتصاد عالي شورا یوه غونډه به د قندهار ولایت د سوداګرو، صنعت کارانو او پانګوالو د ستونزو حل ته ځانګړې او په ګمرکونو کې به بدلون او اصلاحات رامنځته او په نوې ټکنالوژۍ به سمبال شي.
 هغه زیاته کړه پاکستان حکومت په لومړنیو مذاکراتو کې منلې ده چې افغان لارۍ به آن تر کراچۍ بندر پورې ځي. همدارنګه قاسم بندر  کې به چې د متحده عربي اماراتو له لورې مدیریت کېږي هم افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شي.
محمداشرف غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، قندهار  یو له هغو پنځو ښارونو څخه دی چې منظم پلان ورته ترتیب شوی دی. هغه د لوړو زده کړو وزارت معین بالاکرزي ته لارښوونه وکړه چې د واضح معیارونو پر بنسټ د مومند کدري پوهنتون لپاره خپله ارزونه ترسره کړي.
پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته