ټولنه

جمهور ريیس غني د عمرې حج مراسم پرځای کړل

کابل/ باختر/ د وږي ٣مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني او ورسره لوړپوړي دولتي پلاوي سعودي عربستان ته د رسمي سفر په لړ کې تېر ماښام په بیت الله  شریف کې د عمرې حج مراسم پرځای کړل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهورريیس غني او ورسره پلاوي د کعبې شریفې له طواف او په  مسجد الحرام کې د دوه رکعته لمانځه له ادا کولو وروسته د خدای تعالی په دربار کې په افغانستان کې د باعزته او تلپاتې سولې د تامین، د ملي یووالي د لا پیاوړتیا، د ټول مسلمه امت او په ځانګړي ډول د افغانانو لپاره د سوکالۍ او نېکمرغۍ دعا وکړه.
د عمرې له مراسمو وروسته جمهورريیس او ورسره پلاوی جدې ښار ته ولاړ او په پام کې ده چې جمهورريیس غني سعودي عربستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ د الحرمین الشریفین خادم والا حضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز او د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره جلا جلا کتنې ولري.
پاى/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته