خبرونهټولنه

څه د پاسه ۱۹ زره سوالګر په کابل کې راټول کړای شوي دي

– کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر

د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري، د روان کال د لېندۍ تر ۱۲ مې پورې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو ۱۹ زره دوه اویا سوالګر راټول کړای شوي دي.

باختر آژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼې کې ویل شوي چې د راټولو شویو سوالګرو له جملې څخه ۱۰ زره ۹۶۱ ښځې دي چې تر ارزونې وروسته یې څلور زره ۴۶۴ تنه مستحقې او شپږ زره ۴۹۷ تنه نور یې حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.

دغه راز د راټولو شویو سوالګرو له ډلې، ۱۷۳۱ تنه نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۶۳۴ مستحق او ۱۱۰۳ نور یې حرفوي سوالګر پېژندل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ په راټولو شویو سوالګرو کې شپږ زره ۳۷۴ ماشومان هم شامل دي چې له دې جملې دو زره ۶۰۹ تنه یې مستحق، درې زره ۷۰۳ تنه یې حرفوي او ۶۲ نور یې بیا بې سرپرسته دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته پر اعاشې سربېره د زده کړې او تعلیم زمینه هم ورته برابرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې څو موده وړاندې په کابل کې، مستحقو سوالګرو ته د نغدي پيسو د ویش لړۍ پيل کړه او تر اوسه یې سلګونو کسانو ته دغه مرستې رسېدلې دي. په دغه پروګرام کې د سوالګرو کورنیو هر غړي ته په میاشت کې ۲۰۰۰ افغانۍ وېشل کېږي.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا