
کابل، د لېندۍ ۲۹مه، باختر
د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري، د روان کال د لېندۍ تر ۲۸مې پورې، د کابل ښار له بېلابېلو سیمو ۱۹ زره ۸۲۷ سوالګر راټول کړل شوي دي.
باختر آژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼې کې ویل شوي، چې د راټولو شویو سوالګرو له جملې څخه ۱۱ زره ۲۸۵ ښځې دي، چې تر ارزونې وروسته یې څلور زره ۷۳۰ تنه مستحقې او شپږ زره ۵۵۵ تنه نور یې حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.
دغه راز د راټولو شویو سوالګرو له ډلې، ۱۸۱۲ تنه نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۶۸۴ مستحق او ۱۱۲۸ نور یې حرفوي سوالګر ویل شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ په راټولو شویو سوالګرو کې شپږ زره ۷۳۰ ماشومان هم شامل دي چې له دې جملې دوه زره ۷۳۷ تنه یې مستحق، درې زره ۹۳۱ تنه یې حرفوي او ۶۲ نور یې بیا بې سرپرسته دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته پر اعاشې سربېره د زده کړې او تعلیم زمینه هم ورته برابرېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې څو موده وړاندې په کابل کې، مستحقو سوالګرو ته د نغدي پيسو د وېش لړۍ پيل کړه او تر اوسه یې سلګونو کسانو ته دغه مرستې رسېدلې دي. په دغه پروګرام کې د سوالګرو کورنیو هر غړي ته په میاشت کې ۲۰۰۰ افغانۍ وېشل کېږي.
وهاج