سیاست

په خبر تفسير.

کابل – باختر دلړم شپږلسمه
په دې وروستيو وختو کې دپاکستان دجماعت اسلامي مشر قاضي حسين احمد دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامد کرزي په نامه يوليک ليږل دى چې په هغه کې يې په افغانستان کې دسولې او ثبات داعاده کولو په مقصد دمرستې لپاره دخپل تيارى يادونه کړې ده.
دغه ليک دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي د هغو ليکونو په ځواب کې ليکل شوى دى چې څه موده مخکې دپاکستان ديوشمير سياست والو او مذهبى مشرانوپه نامه ليږل شوى و.
کرزي په دغو ليکونو کې په افغانستان کې دسولې د تامينولو په لاره کې دپاکستان دمشرانو دهمکارۍ غوښتنه کړې وه .
تراوسه پورې دپاکتسان دجمهور رييس آصف علي زرداري دمسلم ليک دڅانګې دمشرميانواز شريف ، د تحريک انصاف ګوند دمشر عمران خان او دپاکستان دجماعت اسلامي دمشرقاضي حسين احمد په ګډون دپاکستان يو شمير سياسي او مذهبي مشرانو دغو ليکونو ته ځواب ويلى دى اوپه افغانستان کې يې دسولې او ثبات په اعاده کولو کې يې خپل همکاري څرګنده کړې ده.
وروستي ځوابيه ليک په قاضي حسين احمد پورې اړه پيداکوي چې همدا اوس په پاکستان کې دمذهبي ګوندونو دايتلاف مشردى ، هغه ايتلاف چې دافغانستان دحکومت له وسله والو مخالفينو (طالبانو او حزب اسلامي )سره نږدې او ژورې اړيکې او په پاى کې ديادونې وړ نفوذ لري.
قاضي حسين احمد دخپل ليک په اړوند ويلى دى په پاکستان زه هم په حکومت او هم په اپوزسيون کې له هغو کسانو سره چې دافغانستان په مسلو کې ښکيل دي اړيکې لرم دغه راز په افغانستان کې هم په حګومت کې او هم دمخالفينو ترمنځ افرادو سره زما اړيکې ښې دي چې طالبان او حزب اسلامي هم پکې شامل دي.
ددغو اړيکو له مخې زه کولاى شم ديو منځګړي رول ولوبوم له همدې امله ما حامد کرزي ته وړانديز وکړ، يوه داسې جرګه دې جوړه شي چې طالبان او حزب اسلامي پکې شامل وي دا دافغانانو ديو وايي لپاره دير ضرور دى موږ کولاى شوهم له هغوى سره مرسته وکړو او هم خبرې .
دافغانان سياسي کارپوهانو په باور دقاضي حسين احمد ليک په ښکاره توګه له بند پيغام سره ملګرى دى چې څرګندوي چې دپاکستان مذهبي مشران به په افغانستان کې دسولې داعاده کولو لپاره همکاري وکړي.
خو دغور وړ تکۍ په دې کې دى، هغه څه چې قاضي صاحب يې دجرګې او دغوڼدې د جوړولو په توګه طرحه کوي . افغانستان او پاکستان هغه څو ځلې تجربه کړي دي. په تير لنډ وخت کې دپاکستان مخلوع جمهور رييس جنرال پرويز مشرف په ګډون دپاکستان يوشمير سياسي مخالفينو دسولې په هغې سيمه ييزه جرګه کې چې په کابل کې جوره شوه ګډون وکړ په افغانستان کې دثبات داعاده کولو په نسبت زياتې خبرې وشوې او زياتې ژمنې وشوې خو دجرګې دکار په پاى ته رسيدو سره ټول هير شول.
په هيواد کې سياسي کارپوهان په دې عقيده دې چې دقاضي حسين احمد خبرې کيداى شي مثبتې پايلې ولري که چيرې دپاکستان مذهبي او سياسي مشران په صداقت سره عمل وکړي په دغو مشرانو تورلګول شوى دى چې په تيرو وختونو کې په افغانستان کې دسولې داعاده کولولپاره د دوى دهمکاري او نيت ددغو مشرانو دسليقې او ګټو په چوکاټ کې رامنځته شوي دي او دوى زياتره دخپلو ګټو تګلوري کې حرکت کړي دي . په داسې حال کې چې دافغانستان دوسله والو مخالفينو ټولنې دپخوا په شان دپاکستان داستخباراتى سازمان په يو عمل کې دي. او دغه سازمان خپل نفوذ او اراده دپاکستان دمذهبي اوسياسي ګوندونو له لارې دافغانستان د دولت په وسله والو مخالفينو عملي کوي .
دغه کارپوهان ټينګار کوي که چيرې دقاضي حسين  احمد په ګډون دپاکستان پيژندل شوي سياسي اومذهبي کسان د عمل له استقلال څخه کارواخلي له شک پرته به دهغوى اراده او عمل اغيزمن وي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته