کابل باختر دکب څلورمه
دوسله والوطالبانو د ډلې يو سيمه ئيز قوماندان په لوګر ولايت کې دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو په پوځي عملياتو کې ووژل شو .
په ملا حبيب دچارشنبې په شپه دڅرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دده په پټنځي کې دپوځيانو له خوا بريد وشو او ووژل شو .
ويل کيږي چې په دې پريد کې دغه قوماندان نه يو نږدې سړي هم وژل شوى دى .
باختراژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې په ملا حبيب ټيک کله چې ديو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و بريد وشو . او له خپل يو نږدې سړي سره ووژل شو.
ناټو وايي چې دغه قوماندان دلوګر ولايت دڅرخ ولسوالۍ په ځينو سيموکې ديو لړ تروريستي بريدونو رهبري په غاړه لرله .
دغه راز په دې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې ملا حبيب دځينو تروريستي بريدونوپه ر هبري سربيره جګړه مارو طالبانو ته دجنګي وسايلو اومالي امکاناتو دبرابرولو مسووليت په غاړه درلود.