سیاست

پکتیاوالو میرمنو له جمهور ريېس سره خپلې ستونزې شریکې کړې

ګردیز باختر د وري د میاشتې ۱۳ مه
جمهور ريېس ډاکټر محمد اشرف پکتیا ولایت ته د خپل  سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له  یو شمېر ميرمنو سره  وکتل  او د دوی ستونزې يې واوریدې.
د باختر اژانس د  سیمه يېز خبریال د خبر له مخې:
په دې  کتنه کې د پکتیا ولایت میرمنو له زیربنایي پروژو او د سولې له  پروسې څخه د ملاتړ ترڅنګ، د نجونو د زده کړو، د مور او ماشوم د روغتیا،په دولتي ادارو کې د میرمنو د ونډې په زیاتوالي او یو شمېر نور برخو کې خپلې ستونزې له جمهور ریېس غني سره شریکې کړې.
په همدې حال کې جمهور ریېس ډاکټر محمد اشرف غني وویل، سږکال به د ښوونې او روزنې په برخه کې بنسټیز کارونه ترسره شي.
هغه زیاته کړه چې په روان کال کې به د نجونو د ښوونځيو  جوړولو  ته لومړیتوب ورکړل شي.
جمهور ریېس ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې به په دولتي ادارو کې  د ښځو د ونډې د زیاتوالي په موخه اته زره بستونه اعلان شي،چې په ترڅ کې به يې د ښځو ونډې ته زیاته پاملرنه  وشي.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ جمهور ريېس ډاکټر محمد اشرف غني پکتیا ولایت سفر کړی وو چې په ترڅ کې يې یو شمېر پروژې هم پرانیستې.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته