کابل باختر د وري ٢٥ مه
د انسان تښتوونکو د ډلې يو سرګروپ په کابل ولايت کې ونيول شو .
د کورنيو چارو وزارت د وياند دفتر سرپرست نصرت رحيمي باختر آژانس ته وويل چې د انسان تښتوونکو د ٩ کسيزې ډلې يو سرګروپ حشمت الله کله چې غوښتل يې د کابل ښار د نهمې ناحيې په مربوطاتوکې زموږ يو هېوادوال وتښتوي؛ د کورينو چارو وزارت د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې د منسوبينو له خوا په بالفعل ډول ونيول شو.
رحيمي وويل: حشمت الله په کابل او جلال اباد په ښارونو کې د انسان تښتوونکو او د وسله والو غلاوو په څو قضيو کې رول درلود چې د دغه سرګروپ له نيول کېدو سره جوخت دوه تنه ملګري يې هم د ننګرهار ولايت د پوليسو له خوا ونيول شول .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل